زمونږخبریال د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،همدااوس د یمن جنګ په حساسو مرحلو کې دی او ددغه هیواد پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو ، د سعودي په مشرۍ د امریکائي عربي ائيتلاف دتیریو له اوو کلونو تیریدا ورسوته دی من د مرکز اولویدیځ پشمول په مختلفو جبهو کې دمیداني چارو کنټرول پخپل لاس کې اخستی او د یمن توغندي او ډرونز دسعودیانولپاره خطرناکې خپسکې جوړې شوي دي .
په راپور کې وئيل شوي دي ،د یمن د پوځ ویندوي یحی سریع پرون په يوې اعلامیې کې ووئيل ، د یمن دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو د ډرونز یونټ د یمن د مظلوم ملت په ضد د تیریو په ځواب کې او همداراز د یمن بندرونو ته د تیلی تولیداتو د راوړونکو کشتیو د واریدیدو د مخنیوي لپاره د کلابندۍ د ماتولو په نامې سره ډرونز عملیات ، دسعودي عربستان په مینځ کې ترسره کړل . هغه ددغو عملیاتو دجزیاتو په بیانولو سره ووئیل ، دیمن پوځ په دغو عملیاتو کې په نهو بې پيلوټه حمله کونکو الوتکو سره دعربستان په حساسو ټارګټونو حملې کړي دي . چې په هغو کې په جیزان او آبها کې د آرامکو تیلی کمپنۍ تاسیسات ، او په ریاض کې ددغه تیلی شرکت چاڼځاي د صماد۳ ډوله ډرونز په شیشت کې راغلی دي . هغه په عین حال کې ووئيل که سعودیان په خود کې نشي او خپلو تیریو ته د پاي ټکی کې ږدي ،نو دغه عملیات به نوره هم سخت او جدي شي .